د جمهوري نظام د سقوط لاملونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۹:۵۹
 څېړنیار سیدمحمدصادق سادات

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انستیتوت علمي غړي څېړنیار سیدمحمدصادق سادات « د جمهوري نظام د سقوط لاملونه» تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي په دې علمي کنفرانس کې د کابو شل کلن اشغال پر مهال په افغانستان کې د امریکا په مستقیم ملاتړ د دولت په جوړېدو لنډې خبرې وکړې او ورپسې یې د جمهوري نظام د سقوط لاملونه په دوو جلا برخو کې بیان او تر بحث لاندې ونیول.

الف ــ د سقوط کورني لاملونه: په کورنيو لاملونو کې د واحدې رهبرۍ نشتون، مالي او داري فساد، بې عدالتي، د امنیتي او دفاعي سکټور کمزوري، د دولت او ملت ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدل، د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه د افغان ولس کلک ملاتړ، د مجاهدینو  بې‌سارې سرښندنې او قربانۍ، د اشغالګرو  پر وړاندې په سیاسي او نظامي ډګر کې د اسلامي امارت د مجاهدینو وروستي او سخت ګوزارونه هغه ستر ټکي وو، چې د اشغالګرو تر بشپړ وتلو وړاندې یې جمهوريت سقوط کړ.

ب ــ د سقوط بهرني لاملونه: په بهرنیو لاملونو کې تر ټولو مهم یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو عسکرو  پوځي حضور پای او په ګونډو کېدل، د دوحې په مذاکراتو کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم له لوري د افغان دولت بې برخې کول او په افغان دولت باندې د امریکا د مالي او نظامي مرستو بندېدل هغه عمده لاملونه وو چې جمهوري نظام یې راوپرځاوه.

څېړونکي په پای کې د اسلامي نظام د پایښت او بقا لپاره یو شمېر وړاندیزونه وکړل. د بحث او پوښتنو تر ځوابولو وروسته، د ارزونې د کمیسیون غړو، نوموړی کنفرانس مثبت وارزاوه او څېړونکي ته یې د لا زیات زحمت او کار سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS