د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۸ - ۱۰:۳۹
د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو چې د هېواد نوموتی ليکوال، څېړونکی، مؤرخ او علمي شخصيت کاندید اکاډميسين پوهاند مير حسین شاه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۵ کلونو په عمر له هېواده بهر د پرديسۍ په ديار کې په حق رسېدلی دی.

«انا لله و انا الیه راجعون»

پوهاند مير حسین شاه چې کلونه کلونه يې په کابل پوهنتون کې د هېواد د بچيانو د روزلو سپېڅلې دنده تر سره کړې وه او د دې تر څنګ يې د بېلابېلو علمي بنسټونو غړیتوب هم درلود، لکه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ ممتاز غړی، د افغانستان د ملي ارشیف غړی، د افغانستان د تاریخ انجمن غړی، د کابل پوهنتون د عالي شورا غړی، د افغانستان د لرغون پېژندنې مسلکي غړی، د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت مشاور، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور او په نوي ډهلي کې د هند د ملي ارشیف غړی.

نوموړي دغه راز ارزښتمن علمي څېړنيز آثار هم ليکلي وو، چې په دې سره يې د هېواد د فرهنګ او تاريخ په غنامندۍ کې خپل رول په سمه توګه تر سره کړی و.

د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه د ارواښاد مړينه د علم او فرهنګ په ډګر کې لويه ضایعه بولي، د تسليت او همدردۍ مراتب يې کورنۍ او د علم او فرهنګ ټولو مينه والو ته وړاندې کوي، له الله تعالی څخه پوهاند صيب ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته يې جميل صبر او اجر غواړي.

الحکم لله

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS