د افغانستان د علومو اکاډمۍ کتاب پلورنځی نن له غرمې مخکې د دغې ادارې د مسؤلینو له خوا پرانستل شو.

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۵۵
د افغانستان د علومو اکاډمۍ کتاب پلورنځی نن له غرمې مخکې د دغې ادارې د مسؤلینو له خوا پرانستل شو.

کابل – د افغانستان د علومو اکاډمي د تلې ۳۰مه

د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د دغه کتاب پلورنځي د پرانیستلو په مراسمو کې لومړی د علومو اکاډمۍ پر علمي کارونو او فعالیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې او بیا یې د کتاب پر اهمیت او مبرمیت خپل نظر شریک کړ او د یاد کتابپلورنځي په اړه یې وويل چې دغه کتاب پلورنځی په بېلابېلو علمي، ادبي، تاريخي، ديني او نورو برخو کې په ګڼ شمېر کتابونو سره سمبال شوى دى او څېړنېزې مجلې او جریدې هم په کې شته.

د نوموړي په وینا له دغه کتاب پلورنځي څخه ټول هيوادوال په تېره بيا محصلان په ځانګړي تخفیف سره کتابونه ترلاسه کولای شي.

تر شیخ ثاقب وروسته ځینو نورو مسئولینو هم د کتاب او کتابپلورنځي پر اهمیت او مبرمیت خبرې وکړې او په ټولنه کې یې د څېړنیزو او اکاډمیکو کتابونو رول جوت کړ.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتاب پلورنځي کې د یوې اونۍ لپاره هيوادوالو ته په دېرش سلنه تخفيف سره او محصلانوته په پنځوس سلنه تخفيف سره کتابونه وړاندې کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS