د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۷
د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انستیتوت علمي غړي څېړنوال بخت محمد بختیار له خوا وړاندې شو.

نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پر مهال وویل: په سيمه او نړۍ کې د افغانستان حساس او ستراتيژيک اهمیت ته په کتو، له تروريزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بین المللي ټولنې پراخ حضور، د افغانستان په اړه د ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هېوادونو او لویو قدرتونو متضادې او شخړه ييزې ګټې او همدارنګه د بهرني سیاست په هکله د کارپوهانو او د نظرخاوندانو مختلف ليدلوري او نظریات، د افغانستان د بهرني سیاست ماهیت موضوع پېچلې او ستونزمنوي.

د ده په وینا، د افغانستان د بهرني سیاست په هکله دوه نظریې موجودې دي:

لومړۍ یې دوديزه یا کلاسيکه نظریه ده - دا نظریه چې بهرنی سیاست د خپلواکۍ او ملي ګټو له مخې څېړي، وايي چې په افغانستان کې د خارجی قواوو حضور، د افغانستان اقتصادی تړاو یا وابستګي، افغانستان له خپلواکۍ څخه بې برخې کړی دی او ملي ګټې یې هم مبهمې او نامشخصې دي، له دې امله افغانستان په تېرو کلونو کې بهرنی سیاست نه درلود.

دوهمه، معاصره یا مډرنه نظریه – د نړیوال کېدنې په شرایطو کې د نړۍ ټول هېوادونه په یو ډول په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یو له بل سره تړاو لري او په همدې وابستګي یا تړاو کې دي چې دولتونه خپلې اړتیاوې پوره کوي. دې ليدلوري ته په کتو، افغانستان یو خپلواک هېواد دې او خپلواک بهرني سیاست لري.

بختیار زیاته کړه، سیاست په عام ډول او بهرنی سیاست په ځانګړي ډول د هر چا کار نه دی او عمومي ګذرګاه نه ده.د لوېديځ په زیاترو ديموکراتیکو هېوادونو کې عمومي باور داسې دی چې بهرنی سیاست باید له بې قاعده ګیو او بېهوده بحثونو او مناظر و څخه خوندي وي... آن تر دې چې د حکومتونو د تغیير په صورت کې هم باید بهرنی سیاست تداوم یا پایښت ولري. د بهرني سیاست ماهیت د دې غوښتنه کوي چې زیاتره مهم مسایل د تړلو دروازو تر شا تر بحث لاندې ونيول شي، ځکه چې د بهرني سیاست موضوعات تر ډېره د هېوادونو له امنیت سره تړاو لري.

په وروستيو لسيزو کې په بين المللي اړيکو کى د رامنځ ته شوو بدلونونو په نظر کي نيولو سره دې نتيجې ته رسېږو چې نړۍ تغيير موندلى او په ګړنديتوب سره هر شى يو او له بل سره تړاو پيدا کوي. نړۍ د متعددو ګټو او بېلا بېلو لوبغالو په موجوديت کې له نوي پړاو څخه تېريږى.د نړۍ لوبغاړي د بېلا بېلو ائتلافونو د جوړولو په لټه کى دى. خپلې ګټې او موخې له سره تعريف کوي او په دې تعريف کى د خپلو دوستانو او دښمنانو ځاى ټاکي. ټول د ملي قدرت د زیاتولو لپاره د نويو وسيلو او فرصتونو په لټه کې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS