د ادبياتو فلسفه اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۲۲
د ادبياتو فلسفه اثر چاپ شو

د ادبياتو فلسفه اثر چې د پوهاند دكتور لال پاچا ازمون له خوا ليكل شوى او د افغانستان د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو د رياست لخوا په ۵۱۷ مخونو كې د الهام نبي زاده په مطبعه كې په ښه قطع او صحافت چاپ شوى دى ، دغه اثر چې د سريزې او لومړنيو خبرو پرته نولس برخې لري چې په ترتيب سره په دې ډول دي:

(۱)ادب فلسفه، (۲)د ادبياتو ډولونه، (۳)د ادبياتو منشاء، (۴)كلتور او ادبيات، (۵) له نورو پوهنو،هنرونو او فنونو سره د ادب اړېكې، (۶)اوبه او ادبيات، (۷)سټركچريزم او ادبيات، (۸)هيله مندي او نهيلي، (۹)امن او ادبيات، (۱۰)ژبه او ادبيات، (۱۱)تاريخ او ادبيات، (۱۲)سياست او ادبيات، (۱۳)ارواپوهنه او ادبيات، (۱۴)د ادبي تحول نظريې، (۱۵)ټولنه او ادب، (۱۶)د رياليزم ادبي مكتب، (۱۷)په ادبياتو كې فيمنستي نظريه، (۱۸)ادبي آثارو عمر او ژوند، (۱۹)اخلاق او ادبيات .

يادونه :

مينه وال كولى شي دغه اثر د علومو اكاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيكو له رياست څخه په تخفيف او مناسب قيمت ترلاسه كړي.

د اړيكو شمېره ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د اتنوګرافۍ څېړنيز موزیم څخه د زده کړیالانو لیدنه

د هېواد خصوصي پوهنتون زده کړیالانو د علومو اکاډمي د اتنوګرافۍ له څېړنیز موزيم څخه لیدنه وکړه. یادو زده کړیالانو د افغانستان د قومونو دودونه او رواجونه د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم په مادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

شمارۀ 83 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

BACK TO NEWS