تاریخ خانجهاني او مخزن افغاني چاپ شو؛

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۵:۱۶
تاریخ خانجهاني او مخزن افغاني

تاریخ خانجهاني او مخزن افغاني د پښتنو د اصل ونسل (توکم) او قبیلوي شجرو د پېژندنې او په هندوستان کې د پښتنو واکمنانو (لودیانو او سوریانو) د واکمنیو د حالاتو او ویاړلو کارنامو لرغونی مفصل تاریخ دی، پښتون لیکوال او مؤرخ خواجه نعمت الله هروي د مغولي واکمن جلال الدین اکبر په زمانه کې پر (۱۰۲۲ هـ.ق) کال په دري ژبه لیکلی او لومړی ځل په ۱۹۶۰ م کال په کلکته کې په دوو ټوکونو (۹۵۰) مخونو کې چاپ شوی و، ښاغلي محمد الله ساپي د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز په غوښتنه پښتو ته ژباړلی، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په (۷۳۴) مخونو کې په وزیري کچه په ډېر ښکلي صحافت چاپ او خپور شو.
دغه اثر د اکاډمیسن دکتور سید محي الدین هاشمي په وروستۍ کتنه، مقابله او سریزه، چې د دغه ارزښتناک اثر د منځپانګې، لیکوال او ژباړن د پېژندنو په باب هراړخیز مفصل معلومات لري، پیلېږي او بیا په ترتیب سره په شپږو بابونو کې چې هر باب بېلابېل څپرکي، د کتاب وروستۍ خاتمه او ضمایم لري، پکې له اسلام څخه دمخه زمانو کې د پښتنو د اصل او نسب په اړه ځيني دودیز او عنعنوي نظریات او فولکلوري روایات، او له اسلام څخه را وروسته زمانو کې د پښتنو د تاریخي او جغرافیوي، ټولنیزو او سیاسي حالاتو، د لودیانو او سوریانو (د سلطان بهلول لودي، سکندر لودي، ابراهیم لودي، شیرشاه سوري، اسلام شاه سوري، فیروز خان سوري او نورو) د سلطنتونو واکمنیو مهمې پېښې، د نواب خانجهان لودي د ژوند پېښې او کارنامې په تفصیل سره راغلي او بیا په یو ځانګړي شپږم باب کې د پښتون قوم د بېلابېلو لویو قبیلو (بېټني، سړبني او کرلاڼي) او د هغو اړوندو قبیلوي څانګو او ښاخونو د لړیوشجرې په تفصیل سره راغلي دي او د کتاب په پای کې یوه ځانګړې برخه (د پښتنو قبیلو د اولیاؤ کرامو او صوفیانو یادونه) تر سرلیک لاندې په لومړي څپرکي کې د سړبني قبیلې (۲۸) تنه، په دویم څپرکي کې د بېټني لویې قبیلې (۲۰) تنه او په درېم څپرکي کې د غرغښتي قبیلې (۱۸) تنه، په څلورم څپرکي کې (۴) تنه ښځینه عارفانې، د تصوف خاوندانې، چې ټول (۷۰) تنه پښتانه اولیای کرام، مشایخ او صوفیان کېږي، معرفي شوي دي. په وروستۍ برخه کې د پښتني قبیلوي شجرو په باب پنځه ضمیمې او د شجرو د لړیو جدولونه راغلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS