«شعر پوهنه» اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۵
«شعر پوهنه» اثر چاپ شو

دا د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې د پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون له خوا د کابل پوهنتون د دوکتورا سکالرانو لپاره د تدریسي موادو په موخه کښل شوی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په وزیري سايز په ۱۴+ ۳۴۳= ۳۵۷ مخونو کې چاپ شوی دی.

د کتاب ټوله منځپانګه په اتو څپرکو کې رانغاړل شوې چې د شعر پوهنې په برخه کې ډېرې نوې خبرې او لاسوندونه لري.

کتاب د سر خبرې او په سریزې پیل شوی او تر هغې وروسته د دغې څېړنې ارزښت، اهمیت او مبرمیت، اصلي او فرعي پوښتنې په کې روښانه شوې دي او په اخره کې يې د موضوع پر مخینې بحث شوی چې تر دې پخوا څومره کسانو په کومه بڼه په دې برخه کې کار کړی دی.

تر دغو خورو ورو بحثونو وروسته لومړی څپرکی پیل شوی چې په کې د شعر پوهنې بحث له بېلابېلو زاویو، د ادب له زاويې، د فلسفې له زاويې او د ټولنې د عامه افکارو له زاويې څېړل شوی او په کې د شعر او نظم د توپیرونو په اړه ډېر جالب لاسوندونه وړاندې شوې دي.

دویم څپرکی د شعر او شعریت په توکو چورلي چې تر ډېره په کې د شعر روح او کیفیت، خیال او تخیل، تخیل او تخییل او صور او فکري مسایل څېړي او ترڅنګ يې پر عاطفې، تفکر، آهنګ، د شعر پر موسیقیت، قافيې او اړوندو برخو ډېر جالب بحثونه لري چې له لوستلو يې د خوند ترڅنګ ډېر نوي شیان هم زده کېدلای شي.

درېیم څپرکی د شعریت په توکو کې هغه صنعتونه، استعارې او کنایې څېړي چې په ټوله معنا له پخوانیو دودیزو مسایلو سره توپیر لري، نوې بېلګې، نوی دید او نوې استدلالونه لري چې د څېړنو په برخه کې محقق نوو موضوعاتو ته ځیر کوي.

څلورم څپرکي کې د شعر ډولونو بحث څېړل شوی چې د عام او خاص ذهنیت ترڅنګ شاعرانه نظم او شاعرانه نثر هم څېړل شوي.

استاد د موضوع په پنځم څپرکي کې د کیفیت له مخې د شعر ډولونه څېړي او په دې بحث کې يې د خیال، تخیل او تخییل تله له ځان سره را اخیستې او د وېښته هومره وزن يې هم د درغنې په څېر ګڼلی، د مصنوعي او طبیعي شعر ترمنځ يې چې د بطلان کومې کرښې را کاږلي دي.

شپږم څپرکی اباسیند هومره سیند او د شګو په څېر مزل بحث دی، په دې معنا په دغه څپرکي کې د شعر کیفي او معنوي جوړښتونه دي چې له رومانتیزم او رومانیته واخله تر نهیلزم، نېچرلیزم، سېمبولیزم او ولسي ییزمونو پورې ټول لانجمن او موشګاف بحثونه رانغاړي. استاد په دومره زړه خوړونکو بحثونو کې بیا هم نادره کوي او د خلاصون پر ځای په کې د اسطورې، نرګیست او جمالیت، ځان خوښونې او خودۍ بحثونه چې په ټوله معنا د زړه د مراندو شلول دي، هم څېړي.

استاد د ورېښمو په دغه تول کې بیا د اووم څپرکي په قالب کې د شعر ژبه بحث را سپړي چې د ژبپوهنې د اغزنو چوکاټونو ترڅنګ دغه موضوع د ادبپوهنې او معناپوهنې له اړخه څېړي او دې ته دې متوجه کوي که معناپوهنې له ادبپوهنې سره ژورې اړیکې لري، نو همدومره ريښې يې په ژبپوهنه کې هم غځولې چې یو د بل لازم او ملزوم دي او د یو بل له موجودیت پرته يې څېړل ناشونې دي.

اتم او وروستی څپرکی يې موتیف او شعر دی چې هم نوی بحث دی او هم په زړه پورې او په دې توګه د مأخذونو له ښوولو وروسته يې خپلې څېړنې ته د پای ټکی اېښی، نوموړي خپلې څېړنې ته د پای ټکی اېښی، خو نور يې په دې برخه کې څېړنې ته ننګولي، ځکه ده په ټوله معنا نوی کار کړی، نوې خبرې لري او نوې بېلګې، بېلګې يې له ولسه را اخیستي، د ولس په ژبه يې را اخیستې او ولس ته يې وړاندې کړي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%B4%D8%B9%D8%B1%20%D9%BE%D9%88...

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه يې په مناسبه بيه واخلي.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS