«افغاني ملت پالنه د تاریخ په اوږدو کې» اثر چاپ شو

د ښاغلي پوهاند فضل ربي پژواک اثر (افغاني ملت پالنه د تاریخ په اوږدو کې) چې څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ پښتو ته ژباړلی او سریزه، زیاتونې او تعلیقات یې ورباندې کښلي، د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست چاپ کړ.
دغه اثر په نهو فصلونو او ۳۴۲ مخونو کې ترتیب او منځپانګه یې ملت پالنې، هېواد پالنې او ملي یووالي ته د هېوادوالو رابلل دي. بې له شکه ملت پالنه او یووالی د یوه هېواد د قدرت او بقا ضامن ګڼل کېږي. د اسلام سپېڅلی دین د افغاني ملت پالنې، ملي یووالي، توحید، آزادۍ، برابرۍ او عدالت ټینګ بنسټ جوړوي.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹