د مقالو لیکلو بلنه!

Ezatullah_admin
د مقالو لیکلو بلنه!

د فخرافغان پاچاخان نړيوال سيمينار

د افغانستان اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې د «انجمن اصلاح الافغانيه» د جوړېدو د سلمې کاليزې په وياړ، د سيمې د نوميالي سياسي شخصيت او د عدم تشدد د لارې مبارز فخر افغان باچاخان د ژوند، مبارزې، سياسي او ټولنيزو افکارواو د انجمن اصلاح الافغانيه او خدايي خدمتګارو نهضتونو په اړه نړيوال علمي سيمينار جوړوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد له لیکوالو او څېړونکو څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپلې لیکنې او مقالې د ۱۳۹۹ کال دکب د میاشتی له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د حمل تر پای پورې موږ سره شریکې کړي.

برېښنا لیک: sabir_momand@yahoo.com

د اړیکو شمېره: 0093787272579

اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د علمي ـ څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د طب مرکز په پام کې لري چې (په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره کړي. له همدې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

Back to announcements