د علومو اکاډمي پېـژندنه
د افغانستان د علومو اکاډمي بنست شاوخوا یوه پېړۍ مخکې مهال ته رسېږي. پر ۱۳۰۱ل (۱۹۱۹م) پښتو مرکه، پر ۱۳۱۰ل (۱۹۳۱ م) کابل ادبي انجمن ، پر ۱۳۱۱ل کال کندهار ادبي انجمن جوړ شو او پر ۱۳۱۶ل (۱۹۳۷ م) کال د پورته انجمنونو له یوځای کېدو څخه پښتو ټولنه جوړه شوه. پر ۱۳۲۰ل (۱۹۴۱ م) کال اریانا دایرة المعارف انجمن، پر ۱۳۲۱ل (۱۹۴۲م) د تاریخ انجمن، پر ۱۳۴۵ل (۱۹۶۶م) د لرغونپوهنې امریت، پر ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م) د کوشاني څېړنو بین المللي مرکز او پر ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م) د پښتو څېړنو بین المللي مرکز جوړ شو. په ۱۳۴۹ل کال لومړی د افغانستان اکاډمي جوړه شوه، بیا د یادو ټولو مرکزونو له یوځای کېدا څخه پر ۱۳۵۷ل (۱۹۷۸م) کال د افغانستان د علومو اکاډمي د ایجاد فرمان صادر شو.
د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په سطحه د علمي څېړنو تر ټولو لوړه دولتي اداره او مستقل تشکیل او بودجه لري.
د علومو اکاډمي په رأس کې خارج رتبه بست کې د علومو اکاډمي رئیس او ورپسې مرستیالان دي.
له تشکیلاتي پلوه علومو اکاډمي دوه برخې لري: علمي او اداري.
په علمي برخه کې د بشري علومو معاونیت، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د اسلامي علومو معاونیت او د علمي منشي دفتر دي چې هره برخه یې ځانګړي علمي مرکزونه، هر علمي مرکز ځانګړي انسټیټوټونه او ډیپارټمنټونه لري او په اداري برخه کې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست قرار لري.
د علومو اکاډمۍ هره برخه په علمي مرکزونو، انستیتوتونو او دیپارتمنتونو وېشل شوې چې په ټولیزه توګه ۱۷علمي مرکزونه، ۴۹ انستیتوتونه او ۷۶ دیپارتمنتونه لري، ددې ترڅنګ یو تشخیصیه کلینیک، تحقیقاتي اتنوګرافیک موزیم، عام کتابتون، د دفتر ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د فرهنګی اړیکو ریاست ،د پالیسۍ او پلان ریاست او نور اداري ریاستونه او امریتونه هم پکې شامل دي.
تشکیل: د علومو اکاډمي عمومي ریاست له علمي غړو او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه تشکیل شوی ارګان دی چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په مالي تشکیل کې یې (۳۰۴) بستونه د علمي غړو لپاره ، ( ۱۱۸) بستونه یې د اداري، مسلکي او تخنیکي کارکوونکو لپاره او (۹۹) بستونه د خدماتي پرسونل لپاره ورکړل شوي چې مجموعاً (۵۲۰) بستونه دي.
موخه: د علومو اکاډمۍ عمومي موخې د بېلابېلو علومو په برخو کې د ټولنیز وضعیت ښه والی، کلتوري بډاینه، د اقتصاد پرمختګ، د طبیعی زېرمو د منابعو ارزول او له هغو ذخیرو څخه د اغېزمنې استفادې د لارو چارو لټول دي ، د علومو د علمي کچ لوړاوی او د دیني او اسلامي فرهنګ بډاینه یې کلیدي موخه ده.
لرلید: د بشري، طبیعي – تخنیکي او اسلامي علومو په برخه کې علمي څېړنې کول.