د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۰:۵
د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا د زمري ۷مه د ګران هېواد افغانستان د بيرغ د ملي ورځې په توګه ونمانځله.

په دې اړه د علومو اکاډمۍ په انګړ کې په ترسره شويو مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکيب، د اکاډمۍ معاونينو او رئيسانو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي رئيس دوکتور شکيب د زمري اوومه چې د بيرغ د ملي ورځې په نامه نومول شوې، د مبارکۍ ويلو ترڅنګ دا يو ستر ملي اقدام وباله.

ده زياته کړه، دا ورځ موږ بايد په ځانګړو ولولو او احساساتو ونمانځو، ځکه د افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او وياړليو حماسو سمبول دی. د خپل بيرغ ساتنه او پالنه زموږ ملي وجيبه ده.

د يادولو ده چې په افغانستان کې بيرغ له ډېر پخوا څخه پېژندل شوی، دود شوی او پر کېږديو او ماڼيو رپول شوی دی چې تاريخچه يې ډېره لرغونې ده.

بيرغ له افسانوي او اساطيري دورې نه په آريانا کې رامنځ ته شوی، بدلونونه يې موندلي او زموږ د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ په شمال رپېدلی او خوځېدلی دی.

زموږ د ګران او تاريخي هېواد افغانستان اوسنی درې رنګه بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او سرلوړۍ نښه او سمبول دی.

زموږ ملي بيرغ دې تل رپانده وي!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS