دتسليت پيغام

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۸:۲۴
دتسليت پيغام

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سرپرست وزير او مرستيال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی.

انا لله وانا اليه راجعون

پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپېژندونکی ،ليکوال او څېړونکی و، چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په لسګونو علمي څېړنيز اثار او په سلګونو علمي څېړنيزی مقالې د لرغوني پېژندنې په برخه کې ليکلې وې ، چې دافغانستان په لرغون پېژندنه ، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري ، چې دده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده، موږ د پوهاند باوري مړينه د افغانستان لپاره لويه ضايعه بولو ، د افغانستان د علومو اکاډمي لوی کور د ارواښاد باوري کورنۍ او د کابل پوهنتون ته تسليت وړاندې کوي، او په دې ستر غم کې يې ځان شريک بولي،ستر څښتن دې جنت الفردوس نصیب کړي او موږ او تاسو دې خدای له نورو غمونو وساتي.

الحکم لله

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS