په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۶
په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت دجغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه چې د ۱۴۰۴ل کال د کب/ حوت له ۱۱مې سره سمون لري، د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړنوال علمي رتبې څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د  خپلې علمي څېړنیزې رسالې ( په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی) څخه په پریالیتوب سره دفاع وکړه. 
دغه علمي – څېړنیزه رساله په شپږو څپرکیو کې لیکل شوې ده. په رساله کې  د بېدیاوو د پراخیتا پر بېلابېلو اړخونو څېړنه شوې لکه :
•    د بېدیاوو مخینه او شالید
•    د بېدیاوو طبیعي جوړښت : (خاروه ، توپوګرافی، د اوبو شتون). 
•    د بېدیاوو اقلیمي ځانګړتیاوې ( اورښتونه، تودوخې درجه، د بادونو او اوبو اغیزې)
•    د حیاتي خوځښتونو څرنګوالی( نباتي پوښښ، ځنګلونه، او حیوانات)
•    زیانمنې سیمې ( د بېدیاوو د پراختیا ارزونه، د زیانمنو سیمو ډلبند)
•    انساني کړنې او اغېزې ( کرنیزې چارې، څاوري، څړځایونه د بېدیاوو مخنیوی)
همدارنګه د رسالې په ورستي برخه کې  د بېدیاوو د پراختیا د مخنیوي لپاره څېړنیزې طرحي او عملي حل لارې وړاندې شوې، چې د راتلونکو لپاره د چاپېریال ساتنې، د ځمکې دوامدار کارونه او د بېدیاوو د کمښت په برخه کې ډېر ارزښتناک ګڼل کېږي. په رساله کې د تر لاسه شویو  پایلو له مخې یو شمېر وړاندیزونه په هېواد کې د بېلابېلو برخو ( حکومت، محلي ادارې، څېړنیزې موسسې، بزګران او عامو خلکو) لپاره وړاندې شوي چې عملي کول یې په هېواد کې د طبیعي چاپېریال ساتنې لپاره ډېر ګټور دي. 
د دفاع پر مهال د ټاکل شوي کمیسیون د محترمو پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته  قناعت بخش ځوابونه ورکړل شول. د یادې غونډې په پاي دغه علمي – څېړنیزه رساله دفاع کمیسیون د غړو لخوا ومنل شوه او  د ښاغلی څېړنوال عبدالرحمن لطیف علمي ترفیع د څېړنوال له علمې رتبې څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په اتفاق د آراوو تائید شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS