د کابل اوبه ييزې حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتياوو څېړنه "علمي- تحقيقي پروژه"

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۹:۷
د کابل اوبه ييزې حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتياوو څېړنه "علمي- تحقيقي پروژه"

د کابل اوبه ييزې حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتياوو څېړنه
"علمي- تحقيقي پروژه"
-----------------------------------------------------------
کابل: د علومو اکاډمي د ځمکې علومو د مرکز علمي غړي عبدالرحمن لطيف تر پورته سرليک لاندې علمي- څېړنيزې پروژې څخه د ١٣٩٨هـ. ش کال د کب په ١١مه په برياليتوب دفاع وکړه.
ده وويل:
د کابل اوبیزه حوزه د هېواد په ختیځه سیمه کې موقعیت لري، د دغې اوبیزې حوزې ټول پراخوالی کابو ۷۵۳۹۰ کیلومتره مربع ته رسېږي، چې د ۱۲ ولایتونو ځمکې په کې راځي.
دغه څېړنه چې د کابل اوبیزې حوزې د هایدروګرافیکي ځانګړتیاوو په اړه تر سره شوې ده، په پایله کې يې دا ثابته شوه چې په دغې اوبیزې حوزه کې ډېرې اقتصادي وړتیاوې شته.
د بېلګې په توګه، دغه سیمه د اوبیزې برېښنا د تولید لپاره ډېره مناسبه ګڼل کېږي چې کېدای شي د لویو بندونو په جوړولو او د روانو اوبو په زېرمه کولو سره په کې په ډېره لوړه کچه آبي برېښنا تولید شي او تر څنګ یې ډېرې بېدیاوې او بایرې ځمکې وکرل شي.
په طبیعي بڼه د کابل اوبیزه حوزه یوه سیلابي او د خاورو د ایروژن لپاره مساعده سیمه ده، چې هر کال سیلابونه په کې بهیږي او تر څنګ یې ډېره مفیده او حاصلخیزه خاوره له یادې حوزې څخه بهر ته وځي، نو په پای کې د روانو اوبو، د برېښنا تولید، د خاورو د ایروژن او د سیلابونو له زیانونو څخه د مخنیوي لپاره ډېرې اغېزمنې طرحې او وړاندیزونه د ښاغلي لطیف له خوا وړاندې شول، چې د محققینو او څېړونکی د پام وړ وګرځېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS