خوشحال او شخصیات

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۳۸
خوشحال او شخصیات

خوشحال بابا زموږ په علمي، ادبي، فرهنګي، ملي، سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د ډېرو غوره ځانګړنو، لوړ نوم او شهرت نه برخمن ګڼ اړخیز شخصیت دی، عالم هم دی، فیلسوف او لوړ مفکر هم، فرهنګیالی هم دی، توریالی او ننګیالی هم، طبیب هم دی او ادیب هم، ټولنپوه هم دی او وګړپوه هم او لنډه دا چې ډېرې لوړې معنوي خوبۍ او نېکۍ پرې څښتن تعالی لورولي او هغه يې په خپل وخت د افغان ولس د بېدارۍ، هوښیارۍ او خپلواکۍ له پاره کارولي او موږ ته يې د ملي، فرهنګي میراث په توګه راپرېښي دي، چې دا هر څه موږ ته د هغه د راپاتې آثارو او افکارو په لوستو ډېر ښه زبات کېدای شي.

د خوشحال د آثارو او افکارو په رڼا کې نه یوازې دا چې د خپلو ولسونو او ټولنې، بلکې د ټولې سیمې په کچه د ادب، فرهنګ، سیاسي او تاریخي حالت، جغرافیوي موقعیت، فولکلور او کلتور د پېژندنې له پاره د ټولپوهنې (دایرةالمعارف) حیثیت او اهمیت لري، د ځینو برخو یا موضوعاتو څېړنه او سپړنه یې په علمي او اکاډمیکه بڼه اړینه وه او ده. ځکه د پښتونخوا پیاوړي لیکوال او څېړونكي پروفېسر ډاکټر علي خېل درياب د خوشحال باب په اشعارو کې د یادو اشخاصو د نومونو څېړنه، سپړنه او پېژندنه د خپلې دكتورا د تېزس(ډیزرټېشن) په حیث ټاکلې او (خوشحال او شخصیات) تر سرلیک لاندې یې په لسو څپرکو (بابونو) کې په دې ترتیب بشپړه کړى ده:

د خوشحال په اشعارو کې یاد شوي پېغمبران او انبیاء(علیهم السلام)، اهل بیت او اصحاب كرام (رض) اولیای کرام، بزرګان او صوفیان(رح)، پاچاهان او امیران، نړيوال روماني شخصیتونه او د هغوی تاریخي معشوقې، پښتانه ننګیالي او قهرمانان، د بابا خپل اولاد او خپلوان او نور متفرق د څېړنې وړ شخصیتونه د شاوخوا (۴۰۰) باوري معلوماتي سرچینو له مخې په بېلابېلو څپرکو کې په مناسب تفصیل سره راپېژندلي او څېړلي دي، چې دا د خوشحال بابا د ژوند او آثارو د څېړونکو ، زده کوونکو او د مطالعې عامو مینه والو سره د خوشحال پېژندنې په برخه کې پوره پوره مرسته کولی شي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته د افغانستان جمهور رئیس ددې فرهنګپالې سپارښتنې په اړه چې:(په پښتونخوا کې د لیکل شویو آثارو چاپ ته دې ځانګړی پام وشي)، دا دی د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د ډاكټر اباسين يوسفزي ، ډاكټر عبدالحكيم شاه خټك ، ډاكټر محمد علي دينا خېل د اثارو له چاپ وروسته د پښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې د مشر پروفېسر ډاکټر بادشاه روم(على خېل درياب) دغه ارزښتناک څېړنیز اثر (خوشحال او شخصیات) د چاپ په ګاڼه پسولي او د مطالعې مینه والو ته یې د یوې ارزښتمنې ادبي ـ فرهنګي ډالۍ په توګه وړاندې کوي.

موږ ددې اثر چاپ او خپرېدل د خپلې ادبي ـ فرهنګي بډاېنې له پاره غوره او ګټوره زیاتونه بولو، لیکوال ته یې د لاغوره ادبي ـ فرهنګي خدمتونو له پاره بریالیتوبونه او په هېواد، سیمه او نړۍ کې د سولې، سوکالۍ او هر اړخیزې پرمختیا په هیله یوو.

په درنښت

څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکېب

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS