«د پښتو لهجوي قاموس» لپاره ساحوي څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۴۲
«د پښتو لهجوي قاموس» لپاره ساحوي څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړو «د پښتو لهجوي قاموس» لومړی پړاو تېر ۱۳۹۹ لمریز کال په بریالیتوب سره د اتو ټوکونو په چاپولو پای ته ورساوه او دا دی له ښه مرغه دویم پړاو یې سږ ۱۴۰۰ لمریز کال د هېواد له شرقي زون (ننګرهار، کونړ او لغمان) ولایتونو څخه را پیل کړ.

د علومو اکاډمي علمي غړي د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو بېلا بېلو لرې او نږدې ولسوالیو، سیمو او کلیو ته سفرونه وکړل او د خپلو پښتني قبیلو، قومونو او خېلونو نورې لهجې يې ثبت کړې چې په روان کال کې به چاپ او خپور شي.

ننګرهار ولايت ته د لهجو راټولو لپاره څېړنوال سيد نظيم سيدي، څېړندوی رحيم الله حريفال، څېړنيار شريف الله دوست او څېړنيار محمد اسحاق مومند؛ لغمان ولايت ته څېړندوی مطيع الله ساحل او څېړندوی احسان الحق کبیر؛ او کونړ ولايت ته څېړندوی حضرت اغا همدرد او څېړنيار فضل رحمن عليزي تللي وو او خپلې چارې يې په برياليتوب ترسره کړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

شمارۀ 87 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS