په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مدیریت

Ezatullah_admin

افغانستان د الهي نعمتونو له پلوه یو شتمن او بډای هېواد دی، چې بېلابېلو طبیعي سرچینې او زېرمې لري؛ د روانو او تر ځمکې لاندې اوبو څخه نیولې تر منرالي زېرمو، ځنګلونو او ډول – ډول ایکوسیستمونو پورې، د دغو خدای ورکړو شتمنیو علمي، مدبرانه او مسؤلانه ګټه اخیستنه، نه یوازې یوه اقتصادي اړتیا ده، بلکې یو ملي او ټولنیز رسالت هم شمېرل کېږي، خو د انساني کړنو، اقلیمي بدلونونو او په ډېرو مواردو کې د ناسمې ګټې اخیستنې له امله، د دغو حیاتي سرچینو پايښت له ستونزو او  ګواښونو سره مخ شوی دی. چې تر بل هر وخت ژورې ارزونې، پراخې پاملرنې او پر علمي بنسټ ولاړو پرېکړو ته اړتیا لري.

په همدې لړ کې، د افغانستان علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو معینیت د ځمکپوهنې مرکز د خپلو علمي- څېړنیزو مسئولیتونو له مخې غواړي چې (په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سيمینار په جوړولو سره، هڅه وکړي تر څو د پوهانو، څېړونکو او د نظر خاوندانو ترمنځ د افکارو او تجربو د تبادلې، د نویو علمي - څېړنېزو موندنو د شریکولو او د عملي اغېزمنو حللارو د وړاندې کولو لپاره سيمينار داير کړي، ترڅو د هېواد د طبیعي سرچینو د پايښتي مدیریت په برخه کې ګټورې پایلې لاسته راشي.

د دغه سيمینار بنسټیزه موخه دا ده چې د پوهانو، څېړونکو او د نظر خاوندانو په راټولولو سره، د نظري پوهې او د هېواد د عملي اړتیاوو ترمنځ اغېزمنه اړیکه ټینګه کړي او د دوامدارې پراختیا، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د هوساینې په موخه اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.

 

مهمې نېټې

د مقالو د استولو وروستۍ نېټه: ۱۷/۲/۱۴۴۸ هـ.ق. مطابق له ۱۰/۵/۱۴۰۵ هـ.ش.

د سيمينار د جوړېدو نېټه: د زمري میاشتې په وروستيو لسو ورځو کې

 

ګټې

د مقالو خپرېدل په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پايښتي مديريت علمي – څېړنیز سيمینار په مقالو ټولګه کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د معتبر تصدیقلیک ورکول

 

 

له موږ سره اړيکه

پته: د شاه ببو جان جومات ترڅنګ، شهر نو، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېرې:۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹، 0202201287،       0700014775

برېښنالیک پته:

callpaper2026@gmail.com

Latest announcements

Tue, Sep 24 2024 11:28 AM
Background image

Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges

The Regional Studies Centre of Afghanistan Science Academy intends to host an international seminar on “Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges” exploring current . . .

Mon, Feb 22 2021 11:14 AM
Background image

Article Announcement;

Afghan pride, Pacha Khan International Seminar Based on President of the Islamic Republic of Afghanistan guidance, the Ministry of Information and Culture is proud to mark the 100th . . .

Back to announcements