د نورستان په مرکز پارون کې د شفاهي ادبياتو او اسطورو تر سرليک لاندې بحث او علمي غونډه تر سره شوه.

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۸:۳۹
د نورستان په مرکز پارون کې د شفاهي ادبياتو او اسطورو تر سرليک لاندې بحث او علمي غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور، د ننګرهار پوهنتون پخوانی رئيس پوهنوال ببرک مياخېل ، د علومو اکاډمۍ، کابل او ننګرهار پوهنتونونو يو شمېر استادانو او فرهنګيانوګډون وکړ.

په غونډه کې لومړی د نورستان والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي خبرې وکړې د پلاي هر کلی يې وکړ او نورستان ولایت ته یې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې یادونه وکړه، ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د نورستان په تاریخ، فرهنګ اساطیرو او فولکلور او د فولکلور په ارزښت خبرې وکړې، ژمنه یې وکړه چې د علومو اکاډمي به په دې اړه يو شمېر پروګرامونه طرح کړي، چې د هېواد د دې تاریخي برخې مواد را ټول، و یې څېړي او تر نړیوالو یې ورسوي.

ورپسې د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور د نورستان په فولکلور او اساطیرو بحث وکړ.

پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون هم د نورستان دودونه، اساطير او د فولکلور په اړه مفصلې خبرې وکړې او نورستانیان یې د فولکلور ټولولو او د فلکلور ټولوونکو سره مرستې ته وهڅول او تر څنګ يې د فولکلوري اثارو د چاپ ژمنه هم وکړه.

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال ببرک مياخېل د نورستان د خلکو په اړه پر روایتونو باندې خبرې وکړې. ورسته بيا محمداصف شينواري په نورستان کې د تعليم په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړې.

د غونډې په پای کې د نورستان د ولایتي شورا رئیس او ځینو مخورو په ترتيب سره خبرې وکړې او له راغلي پلاوي يې مننه وکړه او د نورستان ځینې افسانوي او اساطيري کیسې یې د غونډې پر ګډونوالو ولورولې.

غونډه په دعايي پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS