د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او د اختلاف اسباب یې

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۶
څېړندوی اسد الله میاخیل

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي څېړندوی اسد الله میاخیل د (د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او د اختلاف اسباب یې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د څېړونکو او استاذانو په حضور کې وړاندې کړ.

په یاد کنفرانس کې د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او دفقهاوو ترمنځ په فرعي موضوعاتو کې اختلاف او د هغه اسباب ذکر شول.

ښاغلي میاخیل وویل: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له وفات څخه وروسته د صحابه کرامو ترمنځ په ځيني فقهي موضوعاتو کې د خاص اسبابو په خاطر اختلافات رامنځ ته کیدل خو چې کله به حقیقت معلوم شو هغوی به هماغه ډیر ژرقبول کړ او له خپل دید او نظر څخه به و ګرځيدل او اختلافات به لمنځه ولاړ. د صحابه کرامو په وروستیو وختونو کې دوه نظریاتي مدرسې او فکري منهجونه د مسلمانانو ترمنځ راښکاره شول چې یوه د کوفې مدرسه او بله د مدینې منورې مدرسه وه. دغه د نظریو د اختلاف سلسله د تابعینو تر زمانې هم را ورسېده چې تابعینو د صحابه کرامو په تګلاره عمل وکړ او له امله یې لوی فقهې مذهبونه رامنځته شول.

ښاغلي میاخیل د یاد اختلاف اسباب داسې بیان کړل چې " یو شمېر علماء کرامو د اختلاف دوه سببونه بیان کړي چې یو ډول یې هغه دی چې مجتهد او د هغه فهم او درک ته راجع کېږي. دویم ډول یې هغه دی چې نص او عبارت ته راجع کېږي. همدغه وېش نورو علماء کرامو په اته ډولونو کې رانغښتی دی:

1. لفظ مشترک وي؛

2. حقیقت او مجاز؛

3. مفرد او مرکب؛

4. خاص او عام؛

5. روایت او نقل کول؛

6. د اجتهاد او قیاس کولو له وجه اختلاف؛ یو تعداد قیاس کوي نور بیا اجتهاد کوي.

7. ناسخ او منسوخ؛

8. مباحوالی او پراخي؛ دا هغه ځایونه دي چې شارع مباح پریښي د پراخۍ او سهولتونو په خاطر لکه قراءات سبعه.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو او استادانو د موضوع اړوند خپل نظریات او پوښتنې وړاندې کړې چې د ښاغلي څېړندوی اسد الله میاخیل لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول. په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو .

د یاد کنفرانس سلایډونه په لاندې لینک کې کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS