په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت اقتصادي اهمیت څېړنه ۱۳۸۰-۱۴۰۰ هـ ش

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۲
څېړندوی شجاع الله امان

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت، د ټولنیزو علومومرکز، د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی شجاع الله امان «په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت اقتصادي اهمیت څېړنه ۱۳۸۰-۱۴۰۰ هـ ش » تر سرليک لاندې علمي ـ څېړنيزه پروژه د څېړونکو او استاذانو په حضور کې دفاع کړه

ښاغلي څېړونکي وویل: دا څېړنه په دې موخه تر سره شوې چې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختیا کې د ګرځندوی صنعت اهمیت او ونډه روښانه شي او همدارنګه په دې برخه کې د شته ستونزو رابرسېره کول او د هغو حل لارې وړاندې کول د دې علمي- څېړنیزې پروژې موخې دي. همدارنګه د ګرځندوی صنعت ونډه او اهمیت د هېوا په اقتصادي پرمختیا کې روښانه کړي او د ګرځندوی صنعت بېلابېل اړخونو په اړه به د نوې پوهې په رامنځته کېدو سره په دې برخه کې د پانګونې لپاره د پالیسیو رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شي او د عامه او خصوصي سکتور مشارکت لپاره به فرصتونه په نښه شي.

څېړونکي په دې اثر کې د افغانستان ګرځندوی صنعت اوسنی وضعیت په بشپړه توګه معرفي کړی او د دې صنعت په اقتصادي اغېزو او ګټو باندې یې په تحلیلي توګه څېړنه ترسره کړې، چې د سریزې برسېره لومړی څپرکی یې د موضوع شالید ته ځانګړی شوی په دویم څپرکي کې عمومي مفاهیم، د ګرځندوی صنعت پېژندنه، په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت تاریخي بهیر، موجود وضعیت مطرح شوی او مفصل معلومات په کې وړاندې شوي دي.

د دې اثر دریم څپرکی د افغانستان پر دولتي او خصوصي سکټور کې د ګرځندوی صنعت اهمیت باندې بحث شوی دی، چې د ګرځندوی صنعت اهمیت په دولتي او خصوصي سکټور کې په مفصله توګه تر بحث لاندې نیول شوی او همدارنګه په اقتصادي وده کې د ګرځندوی صنعت اغېزې هم توضیح شوې دي. څلورم څپرکی د ګرځندوی سکټور پر وړاندې ننګونې، فرصتونه او حل لارو ته ځانګړی شوی، چې د دې صنعت پر وړاندې پرتې ننګونې په کې په ګوته شوی دي او هغه فرصتونه او حل لارې چې د دې صنعت د پرمختیا لپاره اړین او موجود دي، په مفصله توګه تر بحث لاندې نیول شوی او د دې ترڅنګ دا څېړنه یوه لنډه پایله لري او ورپسې د دغه صنعت د لا پراختیا لپاره مناسب وړاندیزونه مطرح شوي دي.

د یادې علمي ـ څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول او د ارزوونکي کميسيون له لوري يې دفاع مثبته و ارزول شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

شمارۀ 87 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS