قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۲:۳۰
 څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس

“علمي ـ څېړنیز کنفرانس”

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د قفقاز حوزې څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس د (قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړي د قره باغ سیمه او په دې سیمه کې پېښو شویو جګړو او لاملونو ته لنډه کتنه وکړه. نوموړي وویل چې د قره باغ شخړه اوږده مخینه او پراخ اړخونه لري، چې سیمه ییز ماهیت یې د ځان لپاره غوره کړی دی.

ښاغلي فردوس د دې سیمې ستراتېژیک موقعیت؛ د یو او بل ( اذریانو او ارمنیانو) پر وړاندې د تاریخي منفي ذهنیت لرل؛ قومي، فرهنګي او مذهبي اختلافات؛ د شخړې په اړه د بین المللي حقوقو د اصولو ټکر ( د ملتونو د برخلیک ټاکنې اصل او د نورو هېوادونو جغرافیوي قلمرو ته د احترام اصل) او د دې جګړې په اړه د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو بېلابېل دریځونه او همدارنګه د سیمې د برخلیک په اړه د واحدې اجماع نه شتون د دې جګړې د نه پای ته رسېدو بنسټیز لاملونو په ګوته کړل.

د حل لارو په برخه کې څېړونکي زیاته کړه چې د شخړې د پیل راهیسې د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا د منسک ډلې پر طرحو سربېره چې د شخړې د حل په موخه رامنځته شوې، د نورو څېړونکو له لوري بېلابېلې طرحې وړاندې شوې دي، چې تر ډېره یو اړخیزې دي او د سیمې له واقعیتونو سره اړخ نه لري. که د قره باغ سیمې ته د اذربایجان د سیاسي جوړښت په چوکاټ کې خپلواکي ورکړل شي، نو له یوې خوا به ارمنیان په سیاسي برخلیک کې شریک شي او له بلې خوا به د اذربایجان په جغرافیوي قلمرو کې بدلون رامنځته نه شي او تر ډېره به د دواړو لوریو غوښتنې پوره او شخړه پای ومومي.

د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د ارزیابۍ کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت سره مثبت ارزیابي او تایید شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS