«د اندواروپايي ژبو نَسبي څېړنه» اثر د دویم ځل لپاره چاپ شو!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۴:۴۱
د اندواروپايي ژبو نَسبي څېړنه

«د اندواروپايي ژبو نَسبي څېړنه»(Genealogical  Study of Indo-European Languages) د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز د علمي غړي ښاغلي څېړنوال دکتور رفيع الله نيازي د څېړنوال علمي رتبې لپاره ليکل شوی علمي- څېړنيز اثر دی، چې د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د ځينو څېړونکو او محصلينو د بيا بيا غوښتنې پر بنسټ په وزيري سایز په ۴۷۰ مخونو کې د دویم ځل لپاره چاپ کړ.

په دې اثر کې د اندوارپايي ژبو د نسبي وېش په اډانه کې پر دې څېړنه شوې، چې ژبڅانګې او ژبکورنۍ څه دي او څه ډول رامنځته کېږي؟ د افغانستان کومې ژبې په اندوراوپايي کورنۍ ورګډېږي؟ همدا راز پر دې څېړنه شوې، چې د اندواروپايي ژبو د ويونکو آر استوګنځایونه کوم و او دي او اوس په کومو ځایونو کې مېشت دي.

د اندواروپايي کورنۍ د ژبو په برخه کې جرمانيک، لاتين، سلتيک، سلاويک، منفردې، بالتيک او آريک ژبښاخونه، د دوی اړوندې ژبڅانګې او د اړوندو ژبڅانګو پر ژبو باندې نوې هر اړخيزه څېړنه شوې ده. د دې ترڅنګ په ژبنیو عناصرو کې اندواروپايي ريښه او د اندواروپايي او آرياني ژبو په غږيز سیستم کې د ژبو نَسبي اړيکې څېړل شوي او روښانه شوي او په پای کې په اندواروپايي کورنۍ کې د مستندو دلایلو او نظرياتو پر بنسټ د پښتو ژبې دريځ څېړل شوی او روښانه شوی دی.

«د اندواروپايي ژبو نسبي څېړنه» اثر په ټوله کې د یوې داسې موضوع په اړه ليکل شوی، چې تر دې دمخه يې په پښتو ژبه کې په اړه کومه ځانګړې علمي څېړنه نه وه ترسره شوې. دا اثر له څېړونکو، د پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو پوهنځيو له محصلينو، په ځانګړي ډول د ماسترۍ دورې له محصلينو سره «د پښتو اوآرياني ژبې»، «پښتو او اوستا» او د« پښتوتاريخي ګرامر» مضمونونو په اړه په مشخص ډول او د ځينو نورو ژبپوهنيزو موضوعاتو په اړه په عام ډول ډېره مرسته کولای شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-10/%D8%AF%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%A7%D8%B1%D9%88%D9%BE%D8%A7%D9%8A%D9%8A%20%DA%98%D8%A8%D9%88%20%D9%86%D9%8E%D8%B3%D8%A8%D9%8A%20%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%87.pdf

 

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS