د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۹
د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې ارګان درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري. د روان (۱۴۰۴ل) کال د تلې او لړم مياشتو په ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتو په ګڼو کې چاپ شوې مقالې

۱. ادبي اصطلاحات: ابتذال / څېړنپوه دوکتور سيد نظيم سيدي

۲. د پوهاند زيار د پنځونو او څېړنو پړاوونه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۳. واسواخت (بېزاري) / جاويد افتاب

۴. د مولانا بلخي د مثنوي پښتو ژباړې (۱) برخه / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۵. زده کړه ييزه ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۶. نوې هيلې نوی ژوند / څېړنوال رحيم الله حريفال

۷. په پښتو  کې د مصدرونو لفظي حالتونه او حکمونه / څېړندوی شوکت الله عمر

۸. جغرافيايي ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۹. د پوهاند ناګار له يوه بيت زېږېدنه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۱۰. تخلص / جاويد افتاب

۱۱. د مولانا بلخي د مثنوي پښتو ژباړې (۲) برخه / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۱۲. عاطفه د شعر ساه ده / څېړندوی محمد طاهر شرر

۱۳. سپرلی د بدلون نخښه / څېړنوال رحيم الله حريفال

۱۴. کلتور پېژندنه / څېړندوی شوکت الله عمر

يادونه:

د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.

https://asa.gov.af/ps/zairy_journal

تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه تر لاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS