«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارېچارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه
«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارېچارې» د هغه علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې پر ۲۱مه (د ۱۴۴۷هـ.ق کال د شعبان المعظم ۲۲مه) ترسره شوی و.
په دې (۷+ ۱۱۴۰= ۱۱۴۷) مخيزه مجموعه کې د پوهانو او څېړونکو (۶۷) علمي- څېړنيزې مقالې شاملې دي چې د ماشوم د ادبیاتو بېلابېل اړخونه، لکه عمومي تيوريکي موضوعات، تاريخي بهیر، منظوم ادبیات، منثور ادبیات، ژبني – ژبپوهنيز او فولکلوري مسایل په کې تحلیل شوي دي. دغهراز په دې مقالو کې روزنيز مسایل د قرآن کریم، نبوي احادیثو او د اسلافو له نظره بیان شوي او هم يې ترڅنګ په نظمونو کې ماشومانو ته روزنيز مسایل تحلیل شوي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو او د هغوی د روزنې د لارو چارو په برخه کې د دغې ټولګې چاپېدل بېساری ګام دی چې څېړنې او مقالې يې د ماشوم ادبیاتو د حوزې او د هغوی د روزنې لپاره څېړونکو، ښوونکو او مینهوالو ته د نورو تحقیقاتو لپاره ګټور علمي مواد برابروي.
دغه ټولګه د څېړنپوه محمد آصف احمدزي په سريزې، ترتیب او تدوین د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شوې ده.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چیل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
