د پښتو ادب د کلاسيکې دورې ټولنيزه کره کتنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۰
د پښتو ادب د کلاسيکې دورې ټولنيزه کره کتنه

نن دوه نۍ/ دوشنبه د ۱۴۰۵ل کال د وري/ حمل ۱۷مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټیټیوټ د متنپوهنې ډيپارټمنټ علمي غړي څېړندوی فضل الرحمن عليزي د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې"د پښتو ادب د کلاسيکې دورې ټولنيزه کره کتنه" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه ولوستل شول، وروسته څېړونکي خپله علمي- څېړنیزه موضوع په ټاکلي وخت کې وړاندې کړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې دفاع د ټاکل شوي کمیسیون له لورې وړاندې شوې دفاع مهمه، مثبته او رایو په اتفاق تائيد او ومنل شوه.

دغه علمي- څېړنیزه رساله چې په اوو څپرکو کې بشپړه شوې، په لومړي څپرکې چې د موضوع د شاليد په اړه دی، پکې ټول هغه آثار او ليکنې ښودل شوې دي چې د موضوع اړوند لږ و ډېر معلومات پکې را غلي او له اړتيا سره سم نقد شوي دي. په دويم څپرکي کې د پښتو ادبياتو کلاسيکې دورې ته کتنه شوې او د کلاسيکې دورې پر ادبياتو ‎د وخت پر بېلابېلو سياسي، اقتصادي، کلتوري او د ټولنيزو حالاتو د اغېزو په اړه څېړنه شوې ده. په درېيم څپرکي کې لومړی د کره کتنې پېژندنه راغلې او وروسته د ټولنيزې کره کتنې په اړه هر اړخيز بحثونه را غلي دي. په څلورم څپرکي کې د روښانيانو، اخوند دروېزه او د هغه د پيروانو په ځينو آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې د څرنګوالي په اړه بحث او څېړنه شوې ده. په پنځم څپرکي کې د خوشحال خان خټک په ادبي مکتب کې لومړی د خوشحال خان په منظمو او منثورو آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې په اړه بحثونه شوي او ورپسې د خوشحال خان د ځينو پيروانو په آثارو کې د موضوع په اړه څېړنې شوې دي. په شپږم څپرکي کې د عبدالرحمن بابا په ادبي مکتب کې لومړی د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې ټولنيزه کره کتنه پلټل شوې او ورپسې د عبدالرحمن بابا د ادبي مکتب د پيروانو په آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې څېړنه شوې ده. په اووم څپرکي کې په هندي ادبي مکتب کې د ټولنيزې کره کتنې په برخه کې د عبدالحميد بابا،‎ کاظم خان شيدا، کامګار خټک، علي خان او ورپسې د هوتکو ادبي دربار د ځينو ليکوالو په آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې د څرنګوالي او څومره والي په اړه بحثونه شوي دي. دا څېړنه د پايلې، وړانديزونو او د مأخذونو په راوړلو سره پای ته رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

به سلسله ارایه کنفرانس های نوبتی محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

سیفی هروی مؤرخ ثقه دربار کرت هرات

(کنفرانس علمی - تحقیقی) معاون سر محقق مایل آقا حکیم عضو علمی مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری اکادمی علوم کنفرانس علمی - تحقیقی خویش را تحت عنوان: (سیفی هروی مؤرخ ثقه دربار کرت هرات. . .

BACK TO NEWS