په افغانستان کې د غلاتو د تخمونو د تولید او تصدیق کولو د پروسې ارزونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۱۶
په افغانستان کې د غلاتو د تخمونو د تولید او تصدیق کولو د پروسې ارزونه

یوه‌‎نۍ/ یکشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د حمل/ وري میاشتې په ۱۶مه نېټه د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرني علومو مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په افغانستان کې د غلاتو د تخمونو د تولید او تصدیق کولو د پروسې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د استاذانو او محققینو په حضور کې وړاندې کړ.

د دې کنفرانس څېړنه په توصیفي – تحلیلي بڼه د بېلابېلو راپورونو، پوښتنپاڼو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د احصایې ملي ادارې او نورو اړوندو اداراتو له ارقامو څخه په ګټې اخیستنې ترسره شوې ده. موخه یې د کرنیزو محصولاتو پایداره تولید دی او د تصدیق موخه یې د تخمونو د کیفیت ساتل او کروندګرو ته د لوړ کیفیت لرونکو تخمونو او تکثیري موادو چمتو کول او همدارنګه په ټول هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د لوړ کیفیت، د نوعو خالصیت او هویت ساتلو لپاره د تصدیق شوی تخمونو کرل، تولید او ویش لپاره د مناسبو لارو لټول دي.

څېړنه د کرنیزو تخمونو د تولید بېلابېلې لارې (دودیز انتخاب، هایبرډیزیشن، میوټیشن او جنیټیکي انجنیري) ارزوي او د افغانستان د شرایطو لپاره تر ټولو اغېزمنه او پایداره لاره وړاندې کوي. همدارنګه، په دې څېړنه کې د تخمونو د تصدیق کولو پروسه، د تخم صنفونه (Breeder, Foundation, Registered, Certified Seed)، د تخم د ازمایښت لابراتواري پروتوکولونه او د افغانستان د تخم تصدیق سیستم اوسنی حالت تحلیل شوی دی.

د څېړنې له پایلو دا وښودله چې:

• افغانستان شاوخوا ۷.۵ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اوسنی تولید نږدې ۵ میلیون مټریک ټنو ته رسېږي.

• د تولید او اړتیا ترمنځ ۲.۵ میلیون ټنه تشه شتون لري چې د باکیفیته تخمونو د تولید د زیاتوالي اړتیا په ګوته کوي.

• اوس مهال په هېواد کې نږدې ۱۳۰ خصوصي شرکتونه د تخم په تولید او ویش بوخت دي چې کلنی تولید یې نږدې ۴۶۰۰۰ ټنو ته رسېږي.

• د تصدیق شویو تخمونو کچه له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۳ ل. کال پورې زیاتوالی موندلی، خو لاهم د اړتیا وړ کچې څخه ټیټه ده.

• بایوټکنالوژي (نسج کرنه، جنیټیکي انجنیري، میوټیشن) د حاصل، کیفیت او مقاومت په برخه کې له دودیزو لارو څرګنده برتري لري.

• هایبرډ تخمونه د حاصلاتو په زیاتوالي کې د پام وړ اغېزمن ثابت شوي (لکه په هند کې د هایبرډ وریجو او جوارو په مرسته د حاصلاتو ۳۰ سلنه زیاتوالی).

• جنیټیکي انجنیري هدفمند، دقیق او د مقاومتي او ډېر تولید لرونکو نباتاتو په رامنځته کولو کې ژر پایلې وړاندې کوي.

• افغانستان د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د ISTA غړیتوب لري.

په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو او محققینو لخوا مطرح شویو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شوی او د ټاکل شوي کمیسیون لخوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

شمارۀ 88 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

بررسی اثرات تغییرات اقلیمی بر تأمین منابع آب در افغانستان

به سلسله ارایه کنفرانس های نوبتی محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

سیفی هروی مؤرخ ثقه دربار کرت هرات

(کنفرانس علمی - تحقیقی) معاون سر محقق مایل آقا حکیم عضو علمی مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری اکادمی علوم کنفرانس علمی - تحقیقی خویش را تحت عنوان: (سیفی هروی مؤرخ ثقه دربار کرت هرات. . .

BACK TO NEWS