«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه
زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په دغه اوږده موده کې زېري د خپلې خپرنيزې لړۍ تر څنګ په (۱۳۵۷- ۱۳۶۰- ۱۳۶۳ل) کلونو کې "د زېري کالنۍ" په نوم د مقالو ځانګړې ټولګې هم چاپ کړې دي، چې له ارزښت يې سترګې پټولای نه شو.
د زېري کالنۍ روايتي لړۍ ته د دوام ورکولو په پار يو وار بيا د (۱۴۰۴ل) کال لپاره د زېري د کالګڼې په توګه "پښتو کيسه ييز ادبيات" موضوع غوره شوه چې دا دی ستاسې په لاسونو کې ده.
دا ټولګه په وزيري کچ په (۸+۴۳۰) مخونو کې د زېري جريدې د مسؤول مدير څېړنوال دوکتور محمد اسحق خاورين په زيار د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا چاپ شوې ده۔ د ټولګې په پېل کې په ترتيب سره د ژبو او ادبياتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ او د زېري مديريت ليکنې راغلې دي او ورپسې د علومو اکاډمۍ او د پوهنتونونو پر استادانو سربېره د پښتو ادبياتو د ګڼو څېړونکو (۲۲) علمي - څېړنيزو مقالو ته ځای ورکړل شوی دی۔
په دې ټولګه کې د پښتو کيسه ييزو ادبياتو د څلور ګونو ژانرونو (ډرامې، ناول، ناولګوټي، لنډې کيسې، کيسه ګۍ)، بېلابېل اړخونه را سپړل شوي دي. هيله ده، د پښتو کيسه ييزو ادبياتو اړوند په تر سره کېدونکو څېړنو کې دا ټولګه د يوه مهم اثر ځای ونيسي. په دې ټولګه کې د چاپ شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو.
۱. په پښتو ادب کې د کيسه ګۍ څېړنه / څېړنپوه دوکتور سيدنظيم سيدي
۲. نوې کيسه ليکنه او طاهر اپريدی / محمد اکبر کرګر
۳. شنه رڼا / اسدالله غضنفر
۴. احسان الله ارينزی؛ د افغانستان د اوږدې غميزې راوي / دوکتور محمد زرين انځور
۵. سبک او د طاهر اپريدي د لنډو کيسو سبکي ځانګړنې / پوهنوال دوکتور عطاء الرحمان عطاء
۶. د غڼې ځاله ناول تشريحي کره کتنه / سيدالامين احسن خوېشکي
۷. ساړه بادونه او د هغوی رواني اړخونه / څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار
۸. طاهر اپريدی؛ له قبايلي کږلېچونو تر ښاري شور او ولولو داستاني يون / دوکتور محمد زرين انځور
۹. مېرمن زيتون بانو د خپلو اثارو په هنداره کې / څېړنوال دوکتور محمد اسحق خاورين
۱۰. د کيسه ييز ادب د ځينو اصطلاحاتو شننه / څېړنوال رحيم الله حريفال
۱۱. په کيسه کې د ليدلوري او راوي د زاويې شننه / پوهندوی ګل رحمٰن رحماني
۱۲. د ماشوم په ژبنۍ وده کې د کيسه ييزو ادبياتو ونډه / څېړندوی شوکت الله عمر
۱۳. په کيسه ييزو پنځونو کې د نوم ټاکنې پړاو / پوهندوی عبيدالله اغېز
۱۴. د ناول ژبپوهنيزه څېړنه / څېړندوی محمد اتل انګار
۱۵. د طاهر اپريدي د څو لنډو کيسو ټولنيزه - اروايي شننه / څېړندوی مروت درد
۱۶. د ولسي کيسې او لنډې کيسې پرتليزه څېړنه / څېړندوی ياسر پاچا
۱۷. فانتازي (خيال، تخيل او که خيالي) / څېړندوی محب الله وصال
۱۸. د لنډې کيسې د کرکټر څرنګوالی / څېړندوی فضل الرحمٰن عليزی
۱۹. جوجو؛ د ساينس فکشن په هنداره کې / عطاء الله حسين زی
۲۰. ځانګو او د هغې مثالي څېرې / څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار
۲۱. د پښتو ډرامې په پرمختيا کې د عبدالروف قتيل خوږياڼي ونډه / پوهندوی ميرويس خالقيار
۲۲. پښتو ډرامه يوه پېړۍ (۱۹۱۶- ۲۰۱۶م) / څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹
