له بشار الاسد وروسته د سوريې حالات، فرصتونه او ننګونې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۲
له بشار الاسد وروسته د سوريې حالات، فرصتونه او ننګونې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي غړي څېړندوی عاشق الله اخلاص يار (له بشار الاسد وروسته د سوريې حالات، فرصتونه او ننګونې) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ، په دغه علمي - څېړنيز کنفرانس کې څېړونکي د ۲۰۲۴ز.کال يا د بشار الاسد وروسته د سوريې د نوي رژيم د موقت ولسمشر احمد الشرع په موده کې د سوريې سياسي، امنيتي، اقتصادي او اجتماعي حالات بيان کړل او له هغې وروسته يې د سوريې وروستي فرصتونه او ننګونې روښانه کړې، اخلاص يار پخپل څېړنيز کنفرانس کې د سوريې لپاره دوه سناريوګانې هم وړاندې کړې، د ده په نظر چې سوريه کې به نسبي ثبات رامنځته شي، د رغونې، اقتصاد او امنيت لپاره يې اوسني مشران له نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو سره په ګډو هڅو بوخت وبلل. همدارنګه په دې کنفرانس کې نوي رژيم ته سيمه ييز او نړيوال غبرګونونه، د سوريې په نوي رژيم کې د ډلو او قومونو ونډه، د سوريې د نوي رژيم بهرنۍ پاليسي، د احمد الشرع بهرنۍ اړيکې او سفرونه، سوریې ته د نورو هېوادونو د استازو سفرونه، په سوريه کې د وسله‌ والو ډلو حالت، په سوريه کې د بهرنيو فکتورونو وضعيت او نور اړوند موضوعات وړاندې شول، چې په پايله کې د کنفرانس لپاره علمي کميټې ياد کنفرانس مثبت و ارزاوه.

Documents

سلایډونه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS