د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۹
د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې ارګان درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري. د روان (۱۴۰۴ل) کال د تلې او لړم مياشتو په ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو. 

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د تلې او لړم مياشتو په ګڼو کې چاپ شوې مقالې

۱. ادبي اصطلاحات: ابتذال / څېړنپوه دوکتور سيد نظيم سيدي

۲. د پوهاند زيار د پنځونو او څېړنو پړاوونه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۳. واسواخت (بېزاري) / جاويد افتاب

۴. د مولانا بلخي د مثنوي پښتو ژباړې (۱) برخه / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۵. زده کړه ييزه ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۶. نوې هيلې نوی ژوند / څېړنوال رحيم الله حريفال

۷. په پښتو  کې د مصدرونو لفظي حالتونه او حکمونه / څېړندوی شوکت الله عمر

۸. جغرافيايي ژبپوهنه / څېړندوی محمد اتل انګار

۹. د پوهاند ناګار له يوه بيت زېږېدنه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

۱۰. تخلص / جاويد افتاب

۱۱. د مولانا بلخي د مثنوي پښتو ژباړې (۲) برخه / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۱۲. عاطفه د شعر ساه ده / څېړندوی محمد طاهر شرر

۱۳. سپرلی د بدلون نخښه / څېړنوال رحيم الله حريفال

۱۴. کلتور پېژندنه / څېړندوی شوکت الله عمر

يادونه:

د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.

https://asa.gov.af/ps/zairy_journal

تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه تر لاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS