د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د علمي، تحقیقي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو، د نواورۍ د ظرفیت لوړولو او د علمي منابعو د تبادلې لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۷
د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د علمي، تحقیقي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو، د نواورۍ د ظرفیت لوړولو او د علمي منابعو د تبادلې لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علوم د معاونیت په دفتر کې د افغانستان د علومو اکاډمي د معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له راغلي پلاوي سره چې مشري یې د یادې ادارې د څېړنو او نواوري رئیس مفتي سید محسن سادات کوله د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د موادو، منابعو، او معلوماتو د تبادلې په موخه هوکړه وشوه، تر څو د تدریسي نصاب غنا او مسلکي زده کړو ته عملي محتوا برابره شي.
د دندو د معیارونو ترلاسه کولو، د څېړنو او اړینو منابعو د شریکولو په موخه د دواړو خواوو ترمنځ په لاندې برخو کې خبرې وشوې:
(بایو ټکنالوژي، د اصلاح شوو تخمونو تولید، د صنعتي تولیداتو تکنالوژي، د نساجۍ صنعت، د معادنو استخراج او پروسس، د حیواني فارمسي، د چاپېریال ساتنې انجنري، پرمختللی تفتیش، او د سافټویر انجنیري)
پرېکړه وشوه چې د ظرفیت لوړونې، تجربې تبادلې، او نوې پوهې شریکولو په موخه به ګډ ورکشاپونه، سیمینارونه او علمي غونډې ترسره کېږي.
او دا هوکړه وشوه چې دواړه ادارې به په مشخصو برخو کې ګډې څېړنیزې پروژې پیلوي، څو له یوې خوا علمي ظرفیت لوړ شي او له بلې خوا مسلکي زده کوونکي د واقعي بازار اړتیاوو ته چمتو شي.
په پای کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوي ۲۱ ټوکه څېړنیز اثار د ذکر شوو مادو د عملي کولو او موډل سازۍ په موخه ورسره شریک شول،

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱
Background image

شماره مسلسل ۷۷ مجله علمی ـ تحقیقی طبیعت به چاپ رسید!

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، بستری معتبر برای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS