د علومو اکاډمي عمومي رئيس محترم شيخ مولوي فريد الدين محمود د افغانستان لپاره د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاته سره په خپل دفتر کې وليدل

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۴:۲۱
د علومو اکاډمي عمومي رییس محترمشیخ فریدالدین محمود لیدنه له جاپان سفیر سره

نن ورځ پنجشنبه چې د ۴۰۱ل کال د کب مياشتې د څلورمې نېټې سره برابره ده، د علومو اکاډمي عمومي رئيس محترم شيخ مولوي فريد الدين محمود د افغانستان لپاره د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاته سره په خپل دفتر کې وليدل. په پيل کې د علومو اکاډمي محترم رئيس د جاپان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د جاپان هېواد له دوامداره مرستو مننه او قدرداني وکړه او د جاپان حکومت او خلک يې د افغانستان او او افغانانو تاريخي او دايمي دوستان ياد کړل. ورپسې د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاته خوښي څرګنده کړه چې جاپان او افغانستان تل دوستانه او دوه اړخيزو اړيکو ته د متقابل احترام په اساس دوام ورکړی دی او جاپان هيله لري چې د دواړو هېوادونو تاريخي اړيکې د پخوا په څېر پراخه او دوام وکړي. دغه راز د جاپان سفير په خبره چې؛ جاپان په افغانستان او سيمه کې د ثبات، امنيت او پرمختګ پلوی دی او په دې هڅه کې دی چې افغانستان کې له سيمه ييزو او نړيوالو شريکانو سره د سرتاسري سولې په راوستلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

همدارنګه دواړو لوريو د افغانستان د اوسني وضعيت په نظر کې نيولو سره په ګډ کار، همکارۍ او د ستونزو په حل باندې مفصلې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستيال څېړنپوه ښاغلي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي د علومو اکاډمۍ د علمي او څېړنيزو فعاليتونو په اړه د جاپان سفير ته مفصل معلومات ورکړل او د جاپان سفير ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به په علمي همکاريو او څېړنيزو فعاليتونو کې د ظرفيت لوړولو لپاره د علومو اکاډمۍ سره همکاري وکړي.

دغه راز څېړنپوه اسحاق زي صيب په افغانستان کې د ډاکټر ناکامورا د شويو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او د هغه شوي خدمتونه يې وستايل چې په وينا یې ډاکټر ناکامورا به هميش د افغانانو په زړونو کې ځای لري. د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاته ډاکټر ناکامورا د جاپان هېواد اتل وګڼلو چې خپل ژوند يې د افغانانو لپاره قربان کړو او ويې ويل چې د جاپان هېواد په پلان کې لري د ناکامورا د پراختيايي پروګرامونو ماډل د افغانستان ټولو ولايتونو ته پراخ او پلي کړي څو د افغانانو لپاره د اوبو، کرهڼې او مالدارۍ برخه کې د ژوند امکانات برابر شي.

د ناستې په اخر کې د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکاته د علومو اکاډمۍ محترم رئيس شيخ مولوي فريد الدين محمود ته د ناکامورا کتاب ډالۍ کړو او د هغه له خوا په مينه ومنل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱
Background image

شماره مسلسل ۷۷ مجله علمی ـ تحقیقی طبیعت به چاپ رسید!

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، بستری معتبر برای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS