د هایدرونفروز د اپیدمیولوژي، لاملونو، اختلاطاتو او درملنې څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴۷
څیړنوال میرویس حقمل

څېړونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس (حقمل).

د ترسره کولو ځای: په هېواد کې د ننه.

د دفاع نېټه: د چهارشنبې ورځ، په ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ نېټه

د دفاع ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي

دغه دفاعي غونډه د قرآن عظیم الشان د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او څلور تقریظونه ولوستل شول. ورپسی څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي- څېړنیزې پروې څخه دفاع وکړي. څېړونکي په ټاکلې موده کې په بریالي توب سره دفاع وکړه، د حاضرینو پوښتونو ته یې قانع کونکي ځوابونه ورکړل چې په پای کې د نوموړی دفاع د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره تأیید شوه. دا علمي څېړنیزه رساله په (۳۹۲) مخونو کې لیکل شوې چې (۱۵۹) څېړنیزو جدولونه او (۱۲۲) ګرافونه لري. دا یوه Descriptive څېړنه ده چې د SPSS پروګرام په مرسته یې څېړنیز ارقام تحلیل شوي دي. په دې څېړنه کې څېړنیز ارقام په Prospective او Retrospective شکلونو راټول شوي وو. دا علمي – څېړنیزه رساله په پنځو څپرکو کې په روانه پښتو ملي ژبه لیکل شوې، داسې چې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دویم څپرکي کې د موضوع په اړه عمومیات، په درېیم څپرکي کې د هایدرونفروز د اپیدمیولوژي او لاملونو څېړنه او په څلورم څپرکي کې د هایدرونفروز د اختلاطاتو او درملنې څېړنه ځای پرځای شوې ده. په پنځم څپرکي کې د موضوع علمي او روغتیایي ارزښت بیان شوی او په پای کې د څېړنې پايلې، له لیتراتور سره مناقشه، وړاندیزونه، مأخذونه او درېیو ضمیمو ته ځای ورکړل شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS