٬٬پښتو نیولوګيزم او ژبپوهنه٬٬ اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۲:۴۳
پښتو نیولوګيزم او ژبپوهنه

٬٬ پښتو نیولوګیزم او ژبپوهنه٬٬ د ژبو او ادبیاتو د مرکز د علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال علمي ــ څېړنیز اثر دی چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په ۱۷۶ پاڼو کې په ښکلې بڼه په ۱۴۰۱ ل کال کې چاپ شو.

 نیولوګیزم: د نویو جوړو شویو لغتونو لپاره چې کومه نومونه کارول کېږي، هغه نیولوګیزم بلل کېږي. د نیولوګیزم اصطلاح اصلاً په یوناني ژبې پورې اړه لري او د دوو لغتونو له ترکیب څخه منځ ته راغلې ده. لومړۍ برخه یې د neos)) لغت دی چې د (نوي) معنا لري، دویمه برخه یې د (logos) لغت دی چې د ویي یا لغت معنا لري.

په دې اثر کې د پښتو نیولوګیزم  په اړه په پنځو څپرکو کې تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې بحثونه شوي دي:

په لومړي څپرکي کې د موضوع په شالید خبرې شوې دي او په دې رڼا اچول شوې چې په پښتو ژبه کې  د نیولوګیزم په اړه څومره کار شوی دی.

 دویم څپرکی په ژبه کې د نیولوګیزم په اړه د ژبپوهنې دریځ ته ځانګړی شوی دی.

په درېیم څپرکي کې د نیولوګیزم تاریخي بهیر ته لنډه کتنه شوې ده. د پښتو نیولوګیزم په برخه کې په انفرادي هڅو، د علمي مرکزونو او فرهنګي ټولنو په هڅو رڼا اچول شوې ده او همدارنګه په نظامي برخه کې د نیولوګیزم بهیر څېړل شوی دی.

په څلورم څپرکي کې د ژبې پر لغوي زېرمه باندې د نیولوګیزم د اغېزو په اړه خبرې شوې دي او همدارنګه پر دې موضوع هم بحث شوی چې د پردیو کلمو ژباړه او بدلون نیولوګیزم ګڼل کېږي او که نه؟

پنځم څپرکی په ارخاییزم باندې د نیولوګیزم اغېزو ته ځانګړی شوی دی.

اثر په علمي پایلې، وړاندیزونو او د مأخذونو د فهرست په راوړلو سره پای ته رسېږي.

د منځپانګې لومړي مخونه یې په لاندې لینک کې لوستلی او ترلاسه کولای شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/Pashto%20Neologism%20And%20Linguistics.pdf

 

یادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه  په مناسبه بیه ترلاسه کولای شئ.

د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS