د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۱:۵۲
د بيرغ ملي ورځ ونمانځل شوه

۷ اسد ۱۴۰۰ هـ. ش

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا د ګران هېواد افغانستان د ملي بيرغ ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه د علومو اکاډمۍ په انګړ کې په ترسره شويو مراسمو کې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکيب، د اکاډمۍ معاونينو او رئيسانو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي عمومي رئيس دکتور شکيب ټولو هېوادوالو ته د دې پرتمینې ورځې مبارکي ویلو ترڅنګ وویل: د هر ملت تاریخ د هغوی پر بیرغ ژوندی وي، زموږ ملي بیرغ زموږ د یووالي، عزت، شرف، ملي حاکمیت او ملي هویت نښه ده.

ده زياته کړه، دا ورځ موږ بايد په ځانګړو ولولو او احساساتو ونمانځو، ځکه د افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ زموږ د ملي هويت، تاريخ او وياړليو حماسو سیمبول دی. د خپل بيرغ ساتنه او پالنه زموږ ملي وجيبه ده.

د يادولو ده چې په افغانستان کې بيرغ له ډېر پخوا څخه پېژندل شوی، دود شوی او پر کېږديو او ماڼيو رپول شوی دی چې تاريخچه يې ډېره لرغونې ده.

زموږ ملي بيرغ دې تل رپانده وي!

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS